Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فاریاب د مرکز میمنې ښار یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له خوا د طبي کثافاتو له ناسم مدیریته شکایت لري او دا چاره چاپېریال او عمومي روغتیا ته جدي ګواښ بولي، خو مسوولین وایي چې دا ستونزه ۷۰ سلنه کنټرول شوې ده.
د ماشومانو د داخله ناروغیو یو متخصص په ماشومانو کې د وینې د کمښت ستومنزه جدي بولي او وايي چې که پر وخت یې تشخیص او درملنه ونهشي، د بدن ټول سیسټمونه او حیاتي غړي له خطر سره مخ کېدای شي.
د ننګرهار ولايت د مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، په ښار کې د منظم کانالیزاسيون نشتوالي له امله په ورښتونو کې اوبه واټونو او پلو لارو ته راپورته کېږي چې خلک له ستونزو سره مخ کوي.
د کابل والي وایي چې د اسلامي امارت رهبري دې د کابل ښاریانو د څښاک اوبو او ځوانانو ته د کار پیدا کولو په موخه د لویو پروژو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.
ځیني خلک د پاکستان د ویزو اخیستو کې له ځنډ او کمېشنکارۍ شکایت کوي وايي، د افغانستان حکومت دې له پاکستان سره د دې ستونزې د حل لپاره خبرې وکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو لپاره ګډه کمېټه جوړېږي.
د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال وايي، په دې ولسوالي کې د اوبو کمښت له امله اړ شوي چې د څښاک او اړتیا وړ نورې اوبه له سینده راوړي.
پارون (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د پارون- اسعداباد لارې موټرچلوونکي وايي، د دغو دوو ښارونو ترمنځ غځېدلی سړک خام دی چې واورو او یخبندونو نور
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP