ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان- کونړ لارې موټرچلوونکي: د سړک خرابوالي له امله له ستونزه سره مخ یو

د نورستان- کونړ لارې موټرچلوونکي: د سړک خرابوالي له امله له ستونزه سره مخ یو

author avatar
29 Jan 2023 - 17:55
د نورستان- کونړ لارې موټرچلوونکي: د سړک خرابوالي له امله له ستونزه سره مخ یو
author avatar
29 Jan 2023 - 17:55

پارون (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د پارون- اسعداباد لارې موټرچلوونکي وايي، د دغو دوو ښارونو ترمنځ غځېدلی سړک خام دی چې واورو او یخبندونو نور هم خراب کړی او دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د یادې لارې یوه موټرچلوونکي ذاکرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د حکومت د نه پاملرنې له امله سړک ورځ تر بلې خرابېږي چې له امله یې د دوی موټر عوارض کوي او د ګټې پر ځای په تاوان کې روان دي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال د پارون- اسعداباد لار تر بل هر کال خرابه او خطرناکه ده، ځکه هوارکاري یې نه ده شوې او په ځینو سیمو کې د غرونو ښویېدو خطر هم شته.»

د روح‌الله په نوم بل موټرچلوونکی هم د لارې له خرابوالي شکایت کوي او وايي، سږ کال د واورو اورښت او سړې هوا له امله د لارې په اوږدو کې یخبندونه ډېر شوي چې د موټر د غورځېدو خطر یې ډېر کړی دی.

هغه زیاته کړه، په ټوله کې بشپړه لاره سخته خرابه ده خو له سټاپ سیمې د چتراس تر خوړ پورې ۱۰ کیلومتره لار له یخبندونو ډکه ده او هره شېبه پرې د موټر د چپه کېدو وېره ده.

هغه وايي، مسوولین دې د موټرچلوونکو او مسافرو دې ستونزې ته پام وکړي، که دغه لار په اساسي ډول نه شي جوړولای نو لږ تر لږه هوارکاري یې باید وکړي.

د نورستان د ټولګټو چارو رییس مولوي احمد نبي پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅه یې کړې دغه لار تل پرانیستې وساتي او خلک له ستونزو سره مخ نه شي.

دی زیاتوي، د سړک د اساسی جوړولو پلان یې هم له مرکز سره شریک کړی او ډاډ ورکړل شوی چې د مالیې وزارت پرې کار کوي.

د نورستان د والي ویاند سیف‌الدین لټون هم وايي چې والي حافظ محمداغا حکیم پلازمېنې کابل ته په خپل وروستي سفر کې د ټولګټو چارو وزارت له سرپرست مولوي عبدالمنان عمري سره د پارون- اسعداباد سړک پر اساسي جوړولو خبرې کړې دي.

د هغه په خبره، وزارت ژمنه کړې چې د دغه سړک جوړول به د راتلونکي کال په بودجه کې شامل کړي.

د پارون-اسعداباد سړک د ۲۲ کیلومتره برخې د اساسي جوړولو چارې د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې د ټولګټو وزارت له لوري د بلال تواب په نوم ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې وې چې عملي کار یې هم پيل شوی و خو له سیاسي تحول وروسته په ټپه ودرېد.

یاد سړک ټولټال ۸۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې له پېچومو تېرېږي او په ژمي کې د واورو او اورښتونو له امله په ورځو ورځو د ترافیکو پر مخ تړلې وي.

Visits: 103

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.