Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): اسلاماباد کې د روسیې سفیر ویلي چې مسکو له هند او افغانستان سره د پاکستان د ستونزو د حل لپاره
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر وايي، ایران د افغان کډوالو اړوند د درې اړخیزې تخنیکي ناستې لپاره چمتووالی ښودلی او ټاکل شوې دغه ناسته ډېر ژر د اسلامي امارت، ایران او یواېناېچسيار د استازو ترمنځ په کابل کې ترسره شي.
دایکنډي کې هغه دښتې او د غرو لمنې چې پخوا به ښېرازه او زرغونې وې او د زرګونو څارویو د څرولو ځای به و، د دوامداره وچکالیو نتیجه کې سپېرې او وچې شوې چې له امله یې مالداران له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د پژواک د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې د نیمروز «بایناز» کلي کې روغتیايي خدمتونو ته سخت لاسرسی د یوه خور او ورور د معلولیت لامل شوی، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس له یوه پلاوي سره له یادو معلولینو سره د مرستې لپاره دغه کلي ته سفر کړی دی.
لوګر کې مسوولین وایي، د دغه ولایت د ازرې او خروار ولسوالیو اوسېدونکي د پوهنې، روغتیا، کرنې او سړکونو برخو کې له ستونزو سره مخ دي چې ډېر ژر به رسېدنه ورته وکړي.
افغان او پاکستاني چارواکو د ترانزیټي اسانتیاوو، د توکو د قاچاق د مخنیوي، پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلامخان بندر له لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او د بندرونو د تنظیم په موخه د یوه میکانیزم چمتو کولو په اړه خبرې کړې دي.
د اوبو نړیوالې ورځې سره هممهاله د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي د ځمکې لاندې اوبو کچې پر ټیټېدو او د څښاک اوبو ته پر نه لاسرسي اندېښنه څرګندوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د اوبو رسولو یو منظم سیسټم رامنځته کړي.
۷۳ کلنه بيبيکو هغه دردېدلې مېرمن چې په هېواد کې د څلورو لسیزو جګړو له امله یې ډېرې ناخوالې لیدلې دي؛ د خاوند له نادرکۍ او د یوازېني زوی له معلولیت وروسته یې په یوازې ځان د ژوند سختیو او کړاوونو ته اوږه ورکړې او اوس هم له رواني ستونزو کړېږي.
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د پاکستاني لوري له خوا تورخم دروازه نن د دویمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې چې له امله یې مسافر او ناروغان له ستونزو سره مخ دي.
افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رییس د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي د معلولینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه خپل فعالیتونه پراخ کړي.
د لوګر سیمهییز چارواکي وایي چې د ازرې سرحدي ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ولایت د مرستیال په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوه.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست افغانستان لپاره د ګډوالۍ نړۍوال سازمان له مشرې سره په لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان دې د بېړنیو مرستو پر ځای د افغان کډوالو اساسي ستونزو ته لومړیتوب ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP