پلعلم (پژواک، ۹ غويی ۱۴۰۴): لوګر کې مسوولین وایي، د دغه ولایت د ازرې او خروار ولسوالیو اوسېدونکي د پوهنې، روغتیا، کرنې او سړکونو برخو کې له ستونزو سره مخ دي چې ډېر ژر به رسېدنه ورته وکړي.
د ا.ا مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د لوګر د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکو ستونزو هواري لپاره ځانګړې لسکسیزه کمېټه ټاکل شوې او غړو یې د دغه ولایت د مرستیال والي په مشرۍ ازرې او خروار ولسوالیو ته سفر وکړ.
د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور د دغه سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، ازرې او خروار ولسوالیو ته یې د سفر موخه د ولسونو ستونزې له نږدې ليدل او د حل مناسبې لارې چارې ورته لټول دي.
نوموړي زیاته کړه، د ازرې او خروار ولسوالیو اوسېدونکي د پوهنې، روغتیا، کرنې او سړکونو برخو کې له پراخو ستونزو سره مخ دي چې ډېر ژر به ورته رسېدنه وشي.
دینپرور زیاته کړه، ازره له ګاونډي هېواد پاکستان سره په فرضي کرښه پرته ولسوالي ده چې اوس مهال یې اوسېدونکي له مرکز پلعلم سره د سړک خرابوالي له امله د تګ راتګ پر مهال له سختو ستونزو سره مخ دي چې اړوند وزارت باید ورته رسېدنه وکړي.
بلخوا، د لوګر امنیه قوماندان ملا نوراغا نوراني وویل، په ازره او خروار ولسوالیو کې هیڅ ډول امنیتي ستونزې نه لیدل کېږي او د امنیتي او ملکي مسوولینو ترمنځ یې پياوړې همغږي شتون لري.
نوموړي د دې ولسوالیو اوسېدونکو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د لویو لارو خرابوالي او نورې ستونزې د حل په موخه د ا.ا له مشرانو سره شریکې کړي.
همدارنګه، د ازرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمدغني پژواک ته وویل، په تېرو ۲۰ کلونو کې ازرې ولسوالۍ ته د پوهنې، روغتیا، کرنې او بیارغاونې برخو کې هیڅ کار نه دی شوی او د ا.ا مشرانو ته په کار ده چې د لوګر لرې پرتې ازرې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د خروار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي لطیفالله پژواک ته وویل، د حکومت مشرانو سفرونه ولسوالۍ ته ګټور دي، دا ځکه د ولسونو ستونزې باید له نږدې وویني او د پوهنې، روغتیا او کرنې سربېره د لویو لارو خراب وضعیت وګوري او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP