کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): ۷۳ کلنه بيبيکو هغه دردېدلې مېرمن چې په هېواد کې د څلورو لسیزو جګړو له امله یې ډېرې ناخوالې لیدلې دي؛ د خاوند له نادرکۍ او د یوازېني زوی له معلولیت وروسته یې په یوازې ځان د ژوند سختیو او کړاوونو ته اوږه ورکړې او اوس هم له رواني ستونزو کړېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د څلورو لسیزو جګړو له امله څه باندې ۵۰ سلنه هېوادوال له رواني ستونزو سره مخ دي؛ د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي څو د رواني روغتیا برخې متخصصینو په زیاتولو او د مشاورې خدمتونو په ښه کولو سره د خلکو دغه ستونزه هواره کړي.
هغه دردونه چې بيبيکو د خاوند له نادرکۍ او د زوی له معلول کېدو وروسته لیدلي
د بلخ ولایت دغه اوسېدونکې ۷۳ کلنې بيبيکو ۴۳ کاله مخکې په ۳۰ کلنۍ په مزارشریف کې له یوه مستري سره واده وکړ چې یو زوی او یوه لور لري.
دغه مور چې په سترګو کې یې اوښکې ورغړېدې، پژواک خبري اژانس ته یې وویل: «مېړه مې بختور سړی و، زما سره یې ډېره مینه لرله، یوه ورځ کار ته ولاړ او بیا رانه غی، تر اوسه یې مړی او ژوندی ورک دی.»
هغه نه پوهېده چې خاوند یې په کوم کال کې ورک شوی دی.
هغې زیاته کړه د خاوند له نادرکه کېدو یې وروسته لاره ترې ورکه وه چې څه ډول د خپلې لور او زوی پالنه وکړي، خو په کلک هوډ یې د خلکو په کورونو کې پر کار کولو پیل وکړ څو خپل ځان او اولادونو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.
دغه دردېدلې مور وايي له کلونو کړاو وروسته یې لور او زوی ځوانان شول، لور یې ورکړه او زوی ته یې هم واده وکړ چې له دې سره د هغې او کورنۍ ژوند ته یې د خوښۍ دروازه پرانیستل شوه، خو ډېر وخت لا نه و تېر چې جګړې او نامنیو یو ځل بیا هغه او کورنۍ یې له کړو سره مخ کړل او یوازېني زوی یې په تېر حکومت کې په بلخ کې په یوې چاودنه کې ټپي شو او یو لاس او پښه یې فلج شول.
دغه دردېدلې مور د زوی معلول کېدو د ویر پر ټغر کېنوله او له رواني ستونزو سره مخ شوه چې اوس هم له دغو ستونزو رنځیږي. هغه د خبرو پر مهال ځینې خبرې په مکرر ډول تکراروي، او ځینې خبرې ترې هېریږي او سوړ اسویلی کاږي، ځینې وخت خاندي او یا یې له سترګو اوښکې بهیږي. دا ټول ښيي چې بيبيکو د نورو کړاوونو ترڅنګ، له سختو رواني او روحي ستونزو کړیږي.
بيبيکو چې خپله ځواني یې د خپلو دوه یتیمو ماشومانو په لویولو تېره کړې، اوس سپینسرې شوې، دا یې د استراحت وخت و او اولادونو یې باید ملاتړ کړی وای خو لا لوی مسوولیت پر اوږو لري؛ ځکه باید خپل زوی، نږور او شپږو لمسیو ته نقفه برابره کړي.
هغه وايي، دا چې د خلکو په کورونو کې یې د کار کولو توان له لاسه ورکړی و، فکر یې وکړ چې یو دوکان پرانیزي. هغې وویل چې همدې لپاره شاوخوا پنځه کاله مخکې کابل ته راغلې خو معلول زوی او لمسي یې په مزار کې ژوند کوي؛ ځکه کابل کې د کرایې ورکولو توان نهلري.
بيبيکو اوسمهال د کابل په شهرنو کې د زرغونې لیسې ترڅنګ د یوې کراچۍ پر سر لرګینه غرفه جوړه کړې او د قرطاسیې او د ماشومانو ځانګړو خوراکي توکو په پلورلو بوخته ده.
هغه وايي، کابل ښار ته تش لاس راتګ او د دې کار اقدام هغې لپاره یوه لویه ننګونه وه خو د یوه سوداګر په کور کې یې څه موده کار وکړ څو دې کاروبار لپاره پیسې ترلاسه کړي.
بيبيکو وايي، اوسمهال په یوه خونه کې چې هماغه سوداګر ورته ورکړې، ژوند کوي او کومې پیسې چې له دې غرفې څخه تر لاسه کوي، خپل معلول زوی ته مزار ته لېږي.
بيبيکو چې سترګې د خپل زوی د هغه مهال په عکسونو کې ښخې کړې وې چې معلول نه و او له اوښکو په ډکو سترګو یې وویل: «له یوې خوا زړبودي او له بلې خوا د زوی رنځ… که زه ونه اوسم، څوک به ورته ډوډۍ ورکوي؟»
هغې زیاته کړه: «له کومې ورځې راهیسې چې زوی مې معیوب شو، د خاوند مې مړی او ژوندی ورک شو، هېڅ ارام او هوسا فکر نهلرم، خبرې مې ګډوډېږي، غوږونه مې سم نه اوري، د وینې غوړو او فشار مې لوړ دي، که مجبوره نه وای، ما دلته څه کول؟»
یاده ځورېدلې مور د خپل ځان او د نورو خلکو د بدمرغۍ لامل جګړه او ناامني بولي. هغه لاس ته راغلې سوله غنیمت ګڼي او هیله لري چې دا سوله همداسې پایښت ولري او هېواد نور هېڅکله د جګړې او ناامنۍ شاهد نه وي.
افغانستان کې د رواني ناروغیو اندېښمنوونکی شمېر
دا یوازې بيبيکو نه ده چې له وروستیو شاوخوا څلور لسیزو جګړو زیانمنه او په روحي او رواني ستونزو اخته شوې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو کلونو کې د یوې ترسره شوې سروې له مخې، د افغانستان شاوخوا ۵۰ سلنه وګړي په یو ډول پر رواني ستونزو اخته دي.
رواني ستونزې او په دې برخه کې د متخصصینو ډېرېدو اړتیا
کابل ښار کې یو ارواپوه ډاکټر عبدالجلیل امرخېل وویل چې هېواد کې د څه باندې څلورو لسیزې جګړې له امله میلیونونه کونډې او یتیمان پر ځای پاتې دي. کله چې یوه ښځه خپل پلار، زوی، ورور یا خاوند له لاسه ورکوي او د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو مسوولیت یې پر غاړه کېږي، دغه وضعیت کولای شي هغې ته رواني ستونزې پيدا کړي.
هغې زیاته کړه: «په افغانستان کې د ارواپوه ډاکټرانو شمېر کم دی او خلک هم روغتیايي مرکزونو ته لږ مراجعه کوي؛ ځکه ټولنیز ډار لري او فکر کوي چې که ارواپوه ته ورشي، لیوني ګڼل کېږي. له همدې امله، رواني اختلالات ورځ تر بلې ډېریږي.»
هغه ټینګار وکړ چې د رواني ستونزو د نښو د لېدو په صورت کې ارواپوه ته د مراجعې په اړه د عامه پوهاوي ورکولو سربېره، باید په دې برخه کې د متخصص ډاکټرانو شمېر ډېرېدو ته هم جدي پاملرنه وشي.
د رواني ستونزو مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت هڅې
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي چې دغه وزارت اوسمهال د رواني روغتیا او په دې برخه کې د متخصص ډاکټرانو شمېر ډېرېدو ته جدي پاملرنه کوي.
د هغه په وینا، رواني روغتیا خدمتونه په مدغم ډول د هېواد په کچه په ۴۵۱۷ روغتیايي مرکزونو کې وړاندې کېږي او ناروغانو ته رواني مشورې ورکول کېږي، سربېره پر دې، هغه وايي چې په ۴۳۷ جامع روغتیايي مرکزونو کې د رواني او ټولنیزې مشاورې خدمتونو سربېره د درملو په وسیله هم د خلکو درملنه ترسره کېږي.
هغه څرګنده کړه چې تر اوسه د رواني روغتیا برخه کې ۱۲۹ متخصصین د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص له پروګرام څخه فارغ شوي او اوسمهال د هېواد د څلور زونونو په روغتونونو او کابل کې د رواني روغتیا په یوه روغتون کې پر کار بوخت دي.
د ډاکټر زمان په وینا، اوسمهال ۱۱۰۰ د ټولنیزې رواني روغتیا مشاورین د همکارو موسسو له لوري د هېواد په کچه ګمارل شوي او ۶۰۰ نور مشاورین هم په دولتي روغتیايي مرکزونو کې جذب شوي چې د مشاورې خدمتونه وړاندې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP