Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د مالیې وزارت وایي چې د سوداګریزو چارو د چټکتیا، د سوداګرو ستونزو کمېدو او د ګمرکي پروسو د معیاري کولو په موخه په ګمرکونو کې د رسم ارضیې وختونه راکم شول.
کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاقډار د سوداګریزو او اقتصادي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، کابل له روسیې او چین سره په خبرو بوخت دی څو له دغو هېوادونو سره سوداګریزې معاملې په ملي اسعارو ترسره شي؛ کارپوهان بیا د دغه اقدام ستاینه کوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، د افغانستان او سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزارت سرپرست په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره په لیدنه کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او بنسټیزو پروژو برخه کې پر دوامداره همکارۍ خبرې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې یوه غړي ویلي چې د تورخم دروازې له بندېدو سره پر سوداګریزو توکو بار څه باندې پنځه زره موټر دواړو خواوو ته بند پاتې دي چې له امله یې دوه اړخیزه سوداګري زیانمنه شوې ده.
د افغانستان بانک سرپرست د ازبېکستان مرکزي بانک له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې له ازبېکستان سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ازبېکستاني چارواکو له افغان پلاوي سره په لیدنه کې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې تاشکند چمتو دی د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.
افغان او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړې ورکړې د ډېرېدو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د لار نقشې د لاسلیکولو، د ترانزیټي لګښتونو کمولو او له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو په اړه خبرې کړې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت له پلاوي سره په لیدنه کې د ازبکستان سوداګرۍ وزارت چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP