Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر ملي اسعارو د سوداګریزو معاملو ترسره کول؛ کابل له مسکو او بیجینګ سره په خبرو بوخت دی

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، کابل له روسیې او چین سره په خبرو بوخت دی څو له دغو هېوادونو سره سوداګریزې معاملې په ملي اسعارو ترسره شي؛ کارپوهان بیا د دغه اقدام ستاینه کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، کابل له روسیې سره د خبرو اترو پرمختللي پړاو ته رسېدلی څو د دواړو هېوادونو بانکونه ـ چې تر تحریم لاندې دي ـ خپلې سوداګریزې معاملې په خپلو ملي اسعارو ترسره کړي.

هغه ویلي، په دې برخه کې د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ په لوړه کچه خبرې اترې روانې دي.

عزیزي دغه‌راز زیاته کړې، اسلامي امارت چین ته هم ورته وړاندیزونه کړي او په دې برخه کې په کابل کې د چین له سفارت سره خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي: «اوسمهال موږ په دې په اړه تخصصي خبرې اترې کوو او دا موضوع د هغو تحریمونو، ننګونو او د نړۍوالو او سیمه‌ییزو اقتصادي لیدلورو له اړخه چې  افغانستان ورسره مخ دی او دغه‌راز د هغو ننګونو له اړخه چې روسیه ورسره مخ ده، ارزوو، تخنیکي خبرې اترې روانې دي.»

د هغه په خبره، اوسمهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم ۳۰۰ میلیون ډالره دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې په ډېرېدو سره به په دې اندازه کې هم د پام وړ ډېروالی راشي.

عزیزي دغه‌راز ویلي، له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم هر کال شاوخوا یو میلیارد ډالر دی.

یوه اقتصادي کارپوه عبدالنصیر رشتیا پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي اسعارو له لارې کورنۍ سوداګري د هر هېواد لپاره ځان ته ګټې درلودای شي؛ په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې د افغانستان په څېر وارداتي هېوادونه دي.

هغه زیاته کړه: «کله چې په مارکېټ کې د بهرنیو اسعارو تقاضا ډېره وي، په هماغه کچه ملي اسعار کمزوري کولای شي او بل دا چې بیې لوړوي، له همدې امله که موږ وکولای شو چې پر افغانیو بهرنۍ سوداګري ولرو، دا د افغانۍ ارزښت لوړولای او د بهرنیو اسعارو تقاضا ټیتولای شي، سوداګري مو پایداره او دغه‌راز افغانستان خپل مالي استقلال ترلاسه کولای شي.»

د هغه په خبره، په ټوله کې د ملي اسعارو له لارې سوداګري د افغانستان لپاره ډېر ارزښت درلودای شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.