کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت سرپرست په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره په لیدنه کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او بنسټیزو پروژو برخه کې پر دوامداره همکارۍ خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره وکتل.
سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې دواړو لورو افغانستان ته د سوداګریزو توکو پر لېږدولو او د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د زیاتوالي او د قزاقستان هېواد ساختماني شرکتونو له لوري په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو، په ځانګړې توګه د اوسپنیزې کرښې برخه کې د پانګونې په هکله هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
د ټولګټو وزارت سرپرست ویلي، دا مهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ برخه کې د ډېرو پروژو د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، ملي او بهرنیو پانګهوالو ته په یاده برخه کې د پانګونې زمینه برابره ده او کولای شي په دې برخه کې ونډه واخلي.
یاد وزارت لیکلي چې په پای کې دواړو لورو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د بنسټیزو پروژو برخه کې پر دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP