Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار او چارچینو ولسوالۍ کې د ولایت مقام په مالي او د ۲۰۵ البدر قولاردو په تخنیکي مرسته د ۵۰ کیلومتره سړکونو د هوارکارۍ او جغلاچونې چارې پيل شوې دي.
کابل ښاروالي وايي چې د ښار پنځمه ناحیه کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو د څلورو پروژو چارې بشپړې شوې.
د فراه ښاروالۍ مسوولین وایې چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو سړکونو د جوړولو چاري پیل شوې.
د کابل ښار اتمه ناحیه کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو شپږ پروژې د ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د فراه ولایت په مرکز کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د نهو سړکونو د قیر کولو چارې پيل شوې.
د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار اتمې او نهمې ناحیو کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو کانکرېټولو چارې پیل شوې.
د کابل ښار په ۲۰مه ناحیه کې د ۲۷،۲ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار اوومې او نهمې ناحیو کې د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو کانکرېټولو چارې پیل شوې.
د ټولګټو وزارت وایي، د ا.ا د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د کابل – غزني او کابل – جلالاباد دویم لین سړکونو جوړولو چارې د ټولپلازا په بدل کې بېرته پیلېږي.
د غزني ولایت په مرکز کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر سړکونو د بیارغونې چارې پيل شوې.
د اسلامي امارت کابینې د ټولګټو وزارت له لوري د سړکونو د اندازې او حریم معلومولو په اړه چمتو شوې مسوده تایید کړه او دغه وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې په اړه یې د عامه پوهاوي چارې ترسره کړي.
ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځايونو پروګرام (يواېنهبیتات) له خوا په جلالاباد ښار کې د سړکونو د خونديتوب پروژه پيل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP