Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د څه باندې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو جوړولو چارې پیل شوې

غزني (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): د غزني ښار درېیمه ناحیه کې د څه باندې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۲۰۰ مترو په اوږدوالي او شپږو مترو په سور د دوو سړکونو جوړولو چارې پيل شوې.

د غزني ولایت د مرکز غزني ښار د ښاروالۍ مسوولین وايي چې د درېیمې ناحیې قلعه‌میري سیمه کې نن د دوو سړکونو جوړولو چارې پيل شوې.

د غزني د ښاروالۍ سکټوري او مسلکي امر فضل‌احمد مدني نن د یادو پروژو د پرانیستي پر مهال وویل چې پر دغو دوو سړکونو څه باندي ۱۶ میلیونه افغاني لګښت راځي چې د نړۍوال بانک له لوري ورکول کېږي او تخنیکي چارې یې د یونپس موسسې پر غاړه دي.

نوموړي وویل، دغه سړکونه ۱۲۰۰ متره اوږدوالی او شپږ متره سور لري چې په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي او چارې به یې په دوو میاشتو کې بشپړې شي.

د هغه په خبره، په دې پروژو کې به هره ورځ ۲۰۰ کسان پر کار بوخت وي.

ورته مهال، د قلعه میري سیمې اوسېدونکي د دغه پروژو په پلي‌کېدو خوښ دي او له حکومت د دغه ډول نورو پراختیايي پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي.

یوه قومي مشر حاجي رازمحمد وویل، دغه سړک د غزني ښار له مهمو سړکونو دی چې هره ورځ د دې سیمي ترڅنګ د سرتور بابا، نصرت مېنې، توحیداباد او حسن‌اباد سیمو زرګونو کسان تګ راتګ پرې کوي.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم په غزني ښار کې د همدې موسسې له لوري د اربابا او پښتون‌اباد سیمو کې د دوو سړکونو جوړولو چاري پیل شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.