د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې د شپږیزه کرکټ لیګ او د افغانستان پریمر لیګ «APL» سیالۍ ترسره کېږي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د غزني د ورزش امریت وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
کابل کې د لسو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو او واټر پولو برخه کې د ملي لوبډلې لپاره ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د کابل ښار د فوټسال الف لیګ سیالۍ د ۱۸ ټیمونو په ګډون پیل شوې چې په لومړۍ ورځ یې دلاور ترکمنزاده ټیم شهید پناه ته او ایثار ټیم مخابراتو ټیم ته ماتې ورکړه.
بغلان کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې، د کهکشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
غزني کې د مرکز د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غورهلیګ سیالۍ پیل شوې چې یوهنیمه میاشت به دوام وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۸مه د وزیر محمداکبر خان دویمه درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي چې ۳۷ لوبډلې به په کې برخه ولري.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۲۲ ولسواليو د کرکټ منتخبو لوبډلو ترمنځ شل اووريزې سيالۍ پيل شوې.
د غزني د ورزش او بدني روزنې امریت له لوري په دغه ولایت کې د والیبال دوولسو لوبډلو ترمنځ ژمنۍ سیالۍ پیل شوې چې شل ورځې به دوام ولري.
کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان، سوېلي افریقا او هند له ۱۹ کلنو د کمعمره کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۹مه درې اړخیزو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو د کمعمره لوبغاړو ترمنځ د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې.