Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې په تېر یوه کال کې دغه ولایت ته شاوخوا ۳۰ زره کورني او بهرني سیلانیان ورغلي او له لرغونو سیمو یې لیدنه کړې ده.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تېره ورځ په بامیان ولایت کې په وسالهوال برید کې درې وژل شوي او یو ټپي شوی کس د دغه هېواد وګړي وو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې سږ کال دغه ولایت ته ۱۴ زره داخلي او بهرني سیلانیان ورغلي دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو پر ساتنې او پالنې د ټينګار ترڅنګ وايي، د تېرې يوې مياشتې په موده کې ١٤٠ بهرنيو سيلانيانو دغه ولايت ته سفر کړى او له تاريخي او سياحتي ځایونو يې ليدنه کړې ده.
په دې ورستیو کې د هېواد له ګوټ ګوټه نورستان ولایت ته ورغلي سیلانیان د نورو ستونزو د حل کېدو ترڅنګ، د نورستان-کونړ سړک د اساسي جوړولو غوښتنه کوي؛ خو چارواکي وایي، وخت پر وخت به د سيلانيانو پر مخ پرتې ستونزې حل کېږي.
د ننګرهار او کونړ مسوولین وايي، د اختر په ورځو کې دغو ولایتونو ته د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۱۸۰ زره سیلانیان ورغلي دي.
د تېر کمکي اختر په ورځو کې د پکتیا د اریوب ځاځي ولسوالۍ تفریحي سیمې ته یو شمېر ورغلي سیلانیان وايي، هلته د اوسېدو ځایونه، روغتيايي او مخابراتي خدمات په نشت حساب دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، له بهرنیو سیلانیانو سره په روان کال کې د ۴۲ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي دي.
په بلخ ولايت کې د هوا له ګرمېدو سره سم هره ورځ سلګونه سیلانیان د شولګرې ولسوالۍ له خواجه سکندر او شفا چینو څخه لیدنه کوي.
د پکتيا ځاځي اريوب ولسوالۍ د تفريحي سيمې سيلانيان وايي، د دې سيمې د پاکوالي لپاره دې اړين تدابير ونيول شي او د کثافاتو غورځولو لپاره هم باید ځایونه مشخص شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP