Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دوو شرکتونو د غزني – کندهار پنځو سبسټېشنونو جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، پر هغو څلورو بهرنیو شرکتونو یې بندیزونه لګولي چې د پاکستان بالسټیک توغندیو پروګرام لپاره یې د موادو په برابرولو کې مرسته کړې ده.
د اروزګان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې یې خصوصي شرکتونو او صنعتکارانو ته د فعالیت جوازونو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
د لغمان چارواکي وایي، د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ د زعفرانو سیمې اړوند سلګونه جریب ځمکه خصوصي سکټور ته په اجاره ورکړل شوه چې په پام کې ده د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې د ۳ ميلیون ډالرو په ارزښت پکې پانګونه وشي.
د ننګرهار مستوفي وايي، د تېر نظام پرمهال په دغه ولايت کې ۵۶۰۳ شرکتونه فعال وو خو اوس یې شمېر ١١٠١ ته راښکته شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP