د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د دغه ولایت د شکرپارې له باغونو ۷ زره ټنه حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.