Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېر لمریز کال د کب په میاشت کې د څه باندې ۷۸۹ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د څه باندې ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادار وايي، د روان لمریز کال په تېره سلواغه میاشت کې څه باندې ۷۹۳ میلیون دالرو په ارزښت واردات او د څه باندې ۱۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس وایي چې سږ کال له دغه ولایته د ۳۵۰ میلیون افغانيو په ارزښت کرنیز محصولات، قیمتي ډبرې او نور توکي صادر شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې افغانستان په تېرو نهو میاشتو کې د څه باندې ۱،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات او د څه باندې ۶،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات درلودل.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان کال په تېره مرغومي میاشت کې له هېواده د نږدې ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د نږدې ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
د مالیې وزارت وایي، د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې له افغانستانه یو شمېر هېوادونو ته د څه باندې ۱۲۲ میلیارد افغانیو په ارزښت صادرات شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۱،۹ میلیارد ډالرو په ارزښت پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، چین او هند ته صادرات شوي دي.
د غزني کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ کال به له دغه ولایته هند ته د خصوصي سکټور له لارې په لویه کچه مڼې صادرې شي.
هرات کې ځايي مسوولین او د صنعتي ښارګوټي یو شمېر تولیدي شرکتونه وايي چې اروپا او امریکا ته د غیرالکولي مشروباتو صادرات مخ پر ډېرېدو دي.
. . .
د ا.ا ویاند ذبيحالله مجاهد وايي، د افغاني تولیداتو د صادرولو په لړ کې، تېره ورځ فرانسې او ترکیې ته د «پامیرکولا» صادرات پیل شول.
جلالاباد (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان او ازبکستان د ترانسپورټ وزيرانو تورخم ته د سفر پر مهال له دې لارې پاکستان، هند او نورو
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP