Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، درې افغانان چې په عراق کې بندیان وو، د افغانستان سفارت په هڅو خوشي او د ایران له لارې هېواد ته راستانه شول.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، د عراق په لوېديځ کې د دغه هېواد له ځواکونو سره د دوی په ګډو عملیاتو کې د داعش ۱۵ غړي وژل شوي او ۷ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې پنځه امریکایي سرتیري د عراق په لوېدیځ کې پر عینالاسد اډې راکټي برید کې ټپیان شوي دي.
کابل کې د سیروم جوړونې یوې خصوصي فابریکې په لومړی ځل د ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو میلیون او ۸۰۰ زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړي دي.
د امریکا د وسلهوالو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ ویلي چې عراق کې یې د هوایي برید په پایله کې د ایران پلوه ډلې کتایب حزبالله قوماندان وژلی دی.
د راپورونو له مخې، د عراق په نیمه خپلواک سیمه کردستان کې د وسلهوالو په یوه برید کې د ترکیې پنځه سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د راپورونو پر اساس، عراق کې د واده په مراسمو کې لږ تر لږه ۱۱۳ کسان مړه او څه باندې ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
. . .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، یو افغان چې څه موده مخکې د حج فریضې ادا کولو لپاره پر بایسکل له افغانستانه روان شوی او په عراق کې د حکومت له لوري زنداني شوی و، له بنده ازاد شو.
اټلانټا (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۱): د عراق حکومت خبر ورکړی چې په پلازمېنه بغداد کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ نښتو کې ۳۰ کسان
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP