Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار برېښنا رياست مسوولین وايي، پر پوروړو پېرودونکو د برېښنا پرې کولو دوه ورځني کمپاين کې توانېدلي چې ۱۷ ميليونه افغانۍ پورونه راټول کړي.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي، دغه اداره توانېدلې چې د خپلو باغونو له حاصلاتو او نورو قراردادي سرچينو څخه په ۱۴۰۲ مالي کال کې ۳۵۰ میليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.
د بلخ ولایت حیرتان ګمرک عواید سږ کال نږدې ٨ مليارد افغانيو ته لوړ شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالى ښيي.
د کندوز د شېرخان بندر ګمرکي مسوولين وايي چې په تېرو ١٥ مياشتو کې يې له ترانزيټي مالونو ٣٢٢ ميليون افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وایي، هغه دولتي شرکتونه چې یوازې خپل لګښت پوره کوي او عواید نه شي ترلاسه کولای له نورو ادارو سره به يو ځای شي.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، که څه هم د پخوا په پرتله سوداګري ۳۵ سلنه کمه شوې، خو د روڼتیا په رامنځته کولو سره د دغه ولایت د ګمرک د عوایدو کچه لوړه شوې ده.
د خوست ښاروالۍ مسوولين وايي، د دغه رياست عوايد د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د تېر کال د لومړۍ ربعې په پرتله ۸۰ سلنه لوړ شوي دي.
د ننګرهار د کانال رييس وايي، د وړم مالي کال په پرتله د دغه رياست په عوايدو کې ۲۰ سلنه زياتوالی راغلی چې یو لامل يې له خصوصي سکټور سره يو ځاى کار کول دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وایي، د روانې غبرګولي مياشتې له پنځمې تر یوولسمې نېټې یې څه باندې ۴۴۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دايکنډي سيمه ييز مسوولين وايي، د تېر کال په وروستيو درېيو مياشتو کې د دغه ولايت مستوفيت ٤٢ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د لغمان د مستوفيت مسوولين وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې يي څه باندې ٩٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP