جلالاباد (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي، دغه اداره توانېدلې چې د خپلو باغونو له حاصلاتو او نورو قراردادي سرچينو څخه په ۱۴۰۲ مالي کال کې ۳۵۰ میليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.

د ننګرهار کانال رييس مولوي غلامالرحمن کظيم دا څرګندونې نن د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه جوړ شوي خبري کنفرانس کې وکړې.

د کانال رييس وويل، دا اداره چې له تېرو شاوخوا شپږو لسيزو راهیسې فعاليت کوي او د کانال لويه ملي پروژه کنټرولوي، توانېدلې چې په ۱۴۰۲ مالي کال کې له خپلو سرچينو ۳۵۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.

هغه زیاته کړه، د کانال پروژه د جلالاباد ښار په ګډون اوو ولسواليو کې کرنيزې ځمکې، باغونه او تاسيسات لري چې په تېرو دوو کلونو کې دوی توانېدلي د خصوصي سکټور په مرسته خپلې ډېرې سرچينې بېرته فعالې کړي، باغونه جوړ او شاړې ځمکې خړوبې کړي چې ورسره يې عوايد هم زيات شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، کانال اداره ۸۴ زره جريبه ځمکه لري، څلور فعاله ميکانيزه کرنيز فارمونه، د زيتونو پروسس فابریکه، ساختماني، د نجارۍ، تخنيکي ورکشاپ او د مالدارۍ لوی فارم هم د دغې ادارې تر چتر لاندې فعاليت کوي.

دی وايي، د کانال په فارمونو او باغونو کې د مالټو او زيتونو باغونو حاصلات هم ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي چې د زيتونو حاصلات خپله همدغه اداره پروسس او ساتنه يې کوي، خو د مالټو او نورو ستروسو باغونه يې خصوصي سکټور ته په قراداد ورکړي چې د دې ادارې د عوايدو او د حاصلاتو د زياتوالي ترڅنګ يې ګڼ شمېر کسانو ته لنډمهاله او اوږدمهاله کاري زمينې برابرې کړې دي.

په کنفرانس کې د کانال رییس د کرنې ترڅنګ د مالدارۍ برخې له پرمختګ هم یادونه وکړه چې د دولتي مالدارۍ فارم ترڅنګ په دویم او درېیم فارمونو کې مالدارۍ برخه کې د خصوصي سکټور پانګونې ته په اشارې یې وویل چې په دویم فارم کې د ۵۰۰ غواګانو فارم د جوړېدو په حال کې ده.

هغه دغه راز زیاته کړه، درېیم فارم کې به هم د یوه پانګهوال له لوري د شېدو ورکوونکو غواګانو یو ستر فارم جوړ شي.

بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديقالله قريشي بدلون وويل چې له دغو خبري کنفرانسونو يې موخه د دولتي ادارو د فعاليتونو په تړاو له ولس سره د معلوماتو شريکول او دغه راز اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسی دی.

هغه زياتوي چې دا خبري کنفرانسونه له تېرې يوې مياشتې راهيسې پيل شوي او هره اونۍ د دوو ادارو مسوولين د خپلو فعاليتونو په تړاو معلومات شريکوي.