Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش وایي، په غزه کې انساني ناورین د ځور او ویجاړۍ بې مخینې پړاو ته رسېدلی او شرایط داسې دي چې «غزه د وژنو میدان ګرځېدلې او عام خلک د مرګ په یوه نه درېدونکې ارابه کې بند پاتې دي.»
د راپورونو له مخې، اسرائیلو د غزې شمال کې پر یوه ښوونځي هوايي برید کړی چې په له امله د ماشومانو په ګډون ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، په تېرو دوو اونیو کې پر غزه د اسرائیلو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۲۲ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶۰۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ پر غزه برید کړی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د حماس د ویاند عبداللطیف القنوع په ګډون اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو تېره ورځ په غزه کې پر یوه روغتون هوايي برید کړی چې په پایله کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د یوه غړي په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
راپورونه وایي چې پر غزه د اسرائیلو تازه بریدونو کې له ۴۰۰ ډېر فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۶۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو یو ځل بیا پرون او نن پر غزې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سعودي عربستان ولیعهد او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند عملي کېدو او د امریکايي وګړو په ګډون د ټولو یرغمل شوو د خلاصون په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د غزې پر نیولو او مالکیت ټینګار کړی خو حماس د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې «غزه د پلور لپاره نه ده» او فلسطینیان به اجازه ور نه کړي چې پر خاوره یې معامله وشي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د فلسطین ملکي دفاع ادارې اټکل کړی چې غزه کې د شاوخوا لسو زرو فلسطینیانو مړي لا هم په ویجاړو شوو ودانیو کې تر خاورو لاندې پاتې دي.
د حماس له لوري د ازادېدونکو یرغملو د نوملړ له اعلان وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي چې په ځايي وخت ۱۱:۱۵ به غزه کې اوربند پلی شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP