کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴): اتو اسلامي هېوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې د اسرائيلو له خوا په غزه کې د اوربند دوامداره نقض غندلی او ویلي یې چې دغه کار د سولې د هڅو پروسه زیانمنوي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت د دې اعلاميې په خپرولو ويلي چې د قطر، مصر، اردن، متحده عربي اماراتو، اندونيزيا، پاکستان، ترکيې او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو په غزه کې د اسرائيلو له خوا د اوربند نقض پر سختو ټکو غندلی دی.
په اعلاميه کې راغلي: «دا کړنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې سيمهييز او نړۍوال لوري په ګډه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې طرحې د دويم پړاو د پر مخ بيولو او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ۲۸۰۳ پرېکړهليک پلي کېدو لپاره هڅې کوي، او دا چاره د تاوتريخوالي زياتېدو او د هغو هڅو کمزوري کېدو خطر لري، چې موخه يې د سولې ټينګښت او د ثبات بېرته راوستل دي.»
د هغوی په په خبره، د اوربند دغه نقض د سياسي بهير لپاره يو مستقيم ګواښ دی او د غزې په تړانګه کې د يوې باثباته مرحلې پر لور د تګ لپاره روانې هڅې له خنډ سره مخ کوي.
په اعلاميه کې له ټولو لورو غوښتنه شوې چې په دې حساسه مرحله کې تر ټولو لوړه کچه زغم او نرمښت وښيي او له هر هغه اقدامه ډډه وکړي چې د اوربند کمزوري کېدو لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، اسرائيلو د اوربند له اعلان وروسته څو ځلې اوربند مات کړی او په بريدونو کې يې ګڼ شمېر فلسطينيان وژل شوي دي.
په وروستي مورد کې، د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د اسرائيلو په بريدونو کې چې پر کورونو، خېمو او د پوليسو پر يوه مرکز ترسره شوي، ۳۰ کسان وژل شوي دي.
له دغو بريدونو وروسته د حماس غورځنګ اعلان کړی و چې اسرائيلو اوربند نقض کړی دی.