Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې ۴۵۰ کسان د حرفوي زدهکړو له یوې شپږمیاشتنۍ دورې فارغ شول.
د بلخ ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت له مرکز مزارشریف ښاره ټول شوي څه باندې ۲۰۰ کارګر ماشومان له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شول.
اروزګان کې سلګونه ځوانان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د وړیا زدهکړو له مرکز څخه د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ساینسي مضامینو له درې میاشتني پروګرام څخه فارغ شول.
کابل کې تداوي شوي ۵۰۹ روږدي د فني او حرفوي زدهکړو له مرکزه فارغ شول، چارواکي وايي چې د کار زمینه به ورته برابره کړي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار په ګډون د شپږو لسوالیو د سواد زدهکړو له ۷۰ کورسونو ۱۰۲۴ کسان فارغ شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې د ظرفیت لوړولو درې میاشتني پروګرام په ترڅ کې ۴۴ کسانو د الکترونیکي سوداګرۍ، ویب دیزاین او ګرافیک ډیزاین برخو کې د فریلانسینګ تخصصي پروګرام زدهکړې ترلاسه کړې.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز او پشترود ولسوالۍ کې د ښځو په ګډون۲۰۰ کسان له بېلابېلو حرفوي زدهکړو فارغ شول.
د بلخ پوهنتون له ۱۶ پوهنځیو ۱۵۰۰ محصلین فارغ شول او دغه نوي فارغین له حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، ۳۵۰ کسان چې ډېر یې د واټونو د سر کارګر ماشومان او ټول شوي سوالګر دي، په دغه ولایت کې د فني او حرفوي زدهکړو له دورې فارغ شول.
شمال زون کې د ۲۰۹ الفتح قولاردو له ښوونیز مرکزه ۷۰۰ سرتېري له نظامي زدهکړو فارغ شول.
د خوست شيخزايد پوهنتون د طب له پوهنځي تازه فارغ شوي محصلین وايي چې اسلامي امارت دې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بېرته خلاصې کړي.
د زابل په مرکز کلات کې په بېلابېلو حرفوي برخو کې له درې میاشتنۍ زدهکړو وروسته سل کسان فارغ شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP