Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد د هوايي ځواک او هوايي مدافعې له پوهنتونه لس پیلوټان فارغ شول

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه۱۴۰۴ ): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد د هوايي ځواک او هوايي مدافعې له پوهنتون څخه لس پیلوټان له مسلکي، نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ شول.

د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې یاد پیلوټان پرون (یک‌شنبه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت د چارواکو په شتون کې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک او هوايي مدافعې له پوهنتون څخه فارغ شول.

د دفاع وزارت د هوايي ځواک او هوايي مدافعې پوهنتون رییس حبیب‌الله مقیم په یاد پروګرام کې له فارغ شویو پیلوټانو غوښتي چې د خپلو مهارتونو په لا پیاوړي کولو او ډېرولو کې هڅه وکړي.

د حج او اوقافو وزارت معین مولوي عزیزالرحمن منصور ویلي چې فارغ شوي کسان دې هڅه وکړي چې مسوولیت‌منونکي و اوسي.

یادو مراسمو کې فارغ شوو پیلوټانو ته تصدیق‌نامې هم ورکړل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.