غزنيښار (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د غزني د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې څه باندې سل کسان د حرفوي زدهکړو له پروګرامه فارغ شول.

د غزني د شهیدانو او معلولینو چارو ريیس ملا عبدالحکیم دانش د یاد کسانو فراغتغونډه کې وویل چې یادو ځوانانو ته د خیاطۍ، د موبایل ترمیم او چرګانو روزنې برخو کې عملي او نظري زدهکړې ورکړل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې دغه روزنیز پروګرام د بېړنۍ مرستې او پرمختګ خیریه مؤسسې (HHRD) له لوري تطبیق شوی دی.

د دانش په خبره چې له دې زدهکړو فارغ شوي ځوانان کولای شي په راتلونکي کې د خپلو مهارتونو په مرسته ځان ته د کار زمینه برابره او خپلو کورنیو ته عاید ترلاسه کړي.

ورته مهال، د «HHRD» خیریه مؤسسې ولایتي مسوول شاکرالله امین وویل چې دغه پروګرام د شپږو میاشتو په موده کې پلی شوی او د روزنې، وسایلو او موادو برابرولو لپاره نږدې ۶.۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

له بلې خوا، له یادو حرفوي زدهکړو فارغ شوي ځوانان خوښي څرګندوي او وایي چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د بېکارۍ کچې په راکمېدو او د ځانبسیاینې پر لور هڅولو کې مهم رول لري.

د موبایل ترمیم څانګې یوه فارغ محمدوارث وویل: «ما د موبایل جوړونې عملي او نظري زدهکړې وکړې، اوس به هڅه وکړم خپل کاروبار پيل کړم.»

یو شمېر نورو فارغینو هم غوښتنه وکړه چې دغه ډول پروګرامونه دې لرو پرتو سیمو ته هم وغځول شي څو نور بېکاره ځوانان هم کاري مهارتونه زده کړي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په غزني کې د بېلابېلو خیریه مؤسسو له لوري په سلګونو ځوانانو ته د حرفوي زدهکړو ورته پروګرامونه ترسره شوي دي.