ا.ا له دې امله چې سویډن کې قرانکریم ته سپکاوی شوی، افغانستان کې د سویډن د هر ډول فعالیت درېدو امر کوي او له نورو مسلمانو هېوادونو هم غواړي چې له یاد هېواد سره پر خپل تعامل غور وکړي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د یوه مکتوب په خپرولو ویلي چې د راتلونکې زمري میاشتې له درېیمې نېټې وروسته د ښځینه سینکارتونونو فعالیت منع دی او جوازونه یې د اعتبار وړ نه دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د دوی په ادارو کې پر ښځینه کارکوونکو له بندیز سره که څه هم د مرستو کچه ټیټه شوې، خو دوی د ننګونو په شتون کې بیا هم نه شي کولی چې له تعامله لاس واخلي.
د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د تېر کال په زمري مياشت کې تر سياسي بدلون وړاندې او له هغه را وروسته، ١٢٣ راډيوګانې تر ډېره د مالي ستونزو له امله له فعالیته لوېدلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP