Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بغلان امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې ۱۲۳ کیلوګرامه تریاک او یوه اندازه نور نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
د مالیې وزارت وایي، د حیرتان سرحدي ګمرک کې یې په صادراتي توکو کې د څه باندې ۱۴ کیلوګرامه سروزرو د قاچاق مخه نیولې او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو چارواکي وايي، د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې يې د ۹۰ کلچې خامو چرسو د قاچاق په تور شپږ کسان نيولي دي.
د مالیې وزارت وایي، د تورخم ګمرک کارکوونکو په یوه صادراتي محموله کې نږدې ۲۲۲ کیلوګرامه قیمي ډبرې چې ګاونډي هېواد ته قاچاق کېدې کشف او ترلاسه کړې دي.
د ختيځ زون امنیتي مسوولین وايي چې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د چرسو او تریاک د قاچاق په تور ۲۸ کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د انټرپول پوليسو په تورخم ښارګوټي کې پاکستان ته د قيمتي غميو د قاچاق مخه نيولې ده.
د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل-جلالاباد پر لویه لار څلور کسان د ۴۰ کیلوګرامه شیشې د قاچاق په تړاو نیول شوي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د تورخم سرحدي پولیسو یو کس د ۲۰ زره امریکایي ډالرو د قاچاق په تور نیولی چې غوښتل یې دغه پیسې په ناقانونه توګه ګاونډي هېواد ته انتقال کړي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم ښارګوټي کې د ګمرک ادارې له لوري د ۱۸۶ ټوکه نکاحخطونو د قاچاق مخه نيول شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، سرحدي او انټرپول پولیسو ۴ کسان چې غوښتل یې ۷۰ زره امریکایي ډالر د تورخم له لارې پاکستان ته ولېږدوي، نیولي دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تورخم کې پاکستان ته د ۱۹ قلمه تاريخي اثارو او کروميټ ډبرو د قاچاق مخه نيول شوې ده.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP