Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۴): د کندهار سیمهییز مسوولین وایي چې پاکستان د سپینبولدک – چمن دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.
د ټولګټو وزارت وايي، د کابل – جلالآباد لويه لار چې د «تنګي غارو» په سیمه کې د غرښویېدنې له امله تړل شوې وه، په بشپړ ډول د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د ټولګټو وزارت وایي، د بغلان – بامیان لویه لار چې د تاله او برفک ولسوالۍ اړوند څو سیمو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ورښتونو او سېلابونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
د سالنګ لویه لار د سخت توپان او واورې ورښت له امله تېره شپه د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د افغانستان ټولګټو وزارت وایي چې د سالنګ لویه لار نن سهار اته بجې د کوچنیو موټرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
د کونړ او نورستان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروستیو ورښتونو د اسعداباد – پارون لویې لارې ډېرې برخې زیانمنې کړې چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري.
د پکتيکا ولايتي مسوولين وايي د اسلامي امارت مشر د ځانګړي حکم له مخې، انګوره اډه له پاکستان سره رسمي ترانزیټي لار شوه.
د ټولګټو وزارت وايي چې د خلکو د ځان او مال ساتنې په موخه د سالنګونو لویه لار د ټولو لویو مسافروړونکو وسایطو لپاره د روان لمریز کال د مرغومي میاشتې تر څلورمې وتړل شوه.
د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سالنګونو لویه لار نن سهار لس بجې له شمال څخه سوېل ته د کوچنیو مسافر وړونکو وسایطو پر مخ پرانیستل شوه.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو له امله له څو ساعته تړل کېدو وروسته تېره شپه بېرته پرانیستل شوه.
د ټولګټو وزارت وايي، د نږدې ۲۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د کندهار – هرات پر لویه لار د اتو جوماتونو د جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني حکومتي مسوولین وايي، د ناور ولسوالۍ عمومي لار چې د واورې ورېدو له امله یوه اونۍ مخکې تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP