کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۴): د کندهار سیمهییز مسوولین وایي چې پاکستان د سپینبولدک – چمن دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.
د سپینبولدک د اطلاعاتو امر حافظ علي محمد حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې پاکستان نن سهار د سپینبولدک او چمن دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.
هغه وویل چې د افغانستان له لوري څه ستونزه نشته ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې پر شپه پاکستان پر کابل او د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل.
تېره شپه د اسلامي امارت ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو د غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
د یادونې ده چې نن سهار پاکستان د تورخم لار هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP