ژبه

د کابل – جلال‌اباد لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

کابل (پژواک، ۱۵ غویي ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وايي، د کابل – جلال‌اباد لويه لار چې د «تنګي غارو» په سیمه کې د غرښویېدنې له امله تړل شوې وه، په بشپړ ډول د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کابل – جلال‌آباد لويه لاره تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ ماسپښین شاوخوا څلور بجې د کابل دروازې په درې کیلومترۍ کې د تنګي غارو په سیمه کې د غرښویېدنې له امله تړل شوې وه.

حق‌شناس ویلي، دغه لار تېره ورځ ماښام ۶:۱۵ بجې د ټولګټو وزارت د اړوند پرسونل د هڅو په پایله کې په بشپړ ډول د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

ورته موضوع