Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
مسوولین وايي، د دایکنډي په لرو پرتو سیمو کې د ۳۵۴ سیمهییزو ښوونځیو په جوړېدو له زدهکړو بېبرخې شاوخوا لس زره ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
سیمهییز چارواکي وایي، د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
ډاکټران وايي، د اسکاریس مخنیوي لپاره چې ماشومانو کې د چینجیو یو عام عفونت دی، د شخصي او چاپېریالي حفظالصحې مراعتولو ترڅنګ باید هرو شپږو میاشتو کې یو ځل ماشوم ته د چینجیو ضد درمل ورکړل شي.
په ننګرهار کې د زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان ټپیان کړي او په لوګر کې د یوه ماشوم مړی موندل شوی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ترکیې هېواد د ډاکټرانو یو ټیم افغانستان ته راغلی څو اتاترک د ماشومانو تخصصي او ملي روغتون کې د افغان ډاکټرانو په مرسته د ماشومانو د یورولوژۍ اختلاطي او پیچلي عملیات ترسره کړي.
د کونړ عامې روغتیا ریاست وایي، دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر پنځه برابره کم شوی او د دې ناروغۍ له امله د مړینې کچه شاوخوا درې برابره ټيټه شوې ده.
د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایي چې تېر مېلادي کال افغانستان کې د ناچادو توکو د چاودنو په ۳۲۴ پېښو کې ۴۴۷ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ډاکټران وايي، ماشومانو کې د تیرویید غدې د فعالیت کموالی د قد ټیټوالي، ذهني کمزورتیا او نورو روغتیایي ستونزو لامل کېږي.
د خوست د نادرشاهکوټ ولسوالۍ د ځنيخېلو اړوند د څوۍ سيمې اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې د روغتیايي مرکز ترڅنګ ښوونځی هم نشته او ماشومان یې له زدهکړو محروم دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د بنګلهدېش هېواد یو روغتيايي ټيم د کابل «صحت طفل» روغتون کې د پرې شونډو ماشومانو وړیا عملیات کوي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي چې له پاکستانه د راستنو شوو کورنیو ۱۵۰۰ ماشومانو ته – چې نجونې هم په کې شاملې دي – د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زدهکړو زمینه برابره شوه.
غزني ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال وايي چې حکومت دې د دوی ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP