Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ماشوم نړۍوالې ورځې له راسېدو سره هممهاله ملګرو ملتونو ویلي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
د میدانوردګو امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ کوشکې کلي کې د یوه ۱۱ کلن ماشوم مړی په داسې حال کې چې په یوه ونه کې راځوړند و، موندل شوی دی.
هلمند کې امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې تېره ورځ د دغه ولایت په موسیٰکلا ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شو .
بامیان کې یوه کورنۍ وايي چې د بېوزلۍ له امله یې خپل درې میاشتنی ماشوم په ۳۵ زره افغانیو پلورلی، خو د دغه ماشوم مور د خپل ماشوم د بېرته ورسپارلو غوښتنه کوي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کلکان ولسوالۍ کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او درې کسان په دې تړاو نیول شوي دي.
امنیتي چارواکي وایي چې یو کس په غور کې د وښو پر سر شخړه او یو ماشوم سرپل کې د یوې سرګلولې چاودنه کې وژل شوي دي.
ځایي مسوولین وایي، یو درې کلن ماشوم د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې سیند پر غاړه د لوبو پر مهال اوبو کې ډوب شوی او مړ شوی او یو بل کس د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لورې وژل شوی دی.
بلخ کې حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکې يوې ذخیرې دېوال چپه کېدو له امله يو درې کلن ماشوم مړ شوی او مور يې ټپي شوې ده.
د خوست امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې انسانتښتوونکو يو دوه کلن ماشوم وژلی دى.
د غور امنیه قومانداني وایي، یو ماشوم په هریرود سیند کې د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې يو ماشوم د کابل سيند ته لوېدلی او مړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP