بدخشان کې یو ماشوم د ډوبېدو له امله مړ شوی او فاریاب کې یو بل کس وژل شوی
ځایي مسوولین وایي، یو درې کلن ماشوم د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې سیند پر غاړه د لوبو پر مهال اوبو کې ډوب شوی او مړ شوی او یو بل کس د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لورې وژل شوی دی.

























