ترينکوټ (پژواک، ٢٥ وږى ١٤٠١): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې يو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شوی او له دې پېښې سره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.
د يادې موضوع په تړاو د اروزګان امنیې قوماندانۍ د امنیت امر امینالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولایت د مرکز ترينکوټ د خيرو کاريز سيمه کې د عملياتو پر مهال يو ماشوم له تښتوونکو ژغورل شوى دى.
هغه وايي چې دغه ماشوم درې مياشتې مخکې له کندهار ولايته تښتول شوى و او دلته په يوه کور کې ساتل کېده.
ده وويل چې د دغه ماشوم د تښتولو په تور يوه ښځه او دوه سړي نيول شوي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
نوموړى زياتوي چې ژغورل شوی ماشوم یې کورنۍ ته سپارل شوى دى.
د تښتول شوي ماشوم مشر ورور اسدالله له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د ورور په پیدا کولو کې يې ورسره مرسته وکړه.
هغه له عدلي او قضایي ادارو غوښتنه وکړه چې په دې قضيه کې ښکېلو کسانو ته سخته سزا ورکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










