ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل نوبهار ولسوالۍ کې یو ماشوم وژل شوی او جسد ته یې اور اچول شوی

د زابل نوبهار ولسوالۍ کې یو ماشوم وژل شوی او جسد ته یې اور اچول شوی

author avatar
21 Mar 2023 - 16:43
د زابل نوبهار ولسوالۍ کې یو ماشوم وژل شوی او جسد ته یې اور اچول شوی
author avatar
21 Mar 2023 - 16:43

کلات (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې یو ماشوم وژل شوی او وروسته یې جسد ته اور اچول شوی چې په تور یې یو کس نیول شوی دی.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، د میرزا خان په نوم دغه ماشوم چې شاوخوا ۱۴ کاله عمر لري، د نوبهار ولسوالۍ د جمعیت کلي اوسېدونکی دی.

هغه زیاته کړه، د دوی د لومړیو پلټنو له مخې دغه ماشوم پرون د زین الله په نوم یوه کس- چې د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی- له لوري له هغه وروسته وژل شوی چې له ماشوم څخه یې د جنسي اړیکو غوښتنه کړې وه خو هغه نه وه منلې.

دی وايي، دغه کس یې نیولی، پر خپل جرم یې اعتراف کړی او ویلی یې دي چې ماشوم یې په خپه وژلی او وروسته یې د هغه جسد ته اور اچولی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.