ژبه

بلخ کې تښتول شوى ماشوم محمد یوسف وژغورل شو

مزارشریف (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): بلخ کې تښتول شوى ماشوم محمديوسف ژغورل شوی او خپلې کورنې ته سپارل شوی دی.

تېره اونۍ د مزارشريف ښار د درېيمې حوزې د کارته باختر له ساحې ناپېژاندو وسله والو  ١٢ کلن محمديوسف تښتولى و خو نن سهار د حکومتي مسوولينو له خوا له ژغورنې وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د اړوندې موضوع په اړه د بلخ والي قدرت الله ابو حمزه وويل چې د امنيتي ځواکونو د هلو ځلو په ترڅ کې محمديوسف ژغورل شوى او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

ده وويل چې د يادې پېښې په تړاو درې ښځې او پنځه سړي نيول شوي دي.

والي دا هم وويل چې پخوا په دغه ولايت کې جنايي جرمونه په لوړه کچه ترسره کېدل خو اوس يې کچه نږدې صفر ته راټيټه شوې ده.

په همدې حال د تښتول شوي ماشوم پلار ډاکټر عبدالقیوم حکیمي د امنیتي ځواکونو له هڅو مننه وکړه او ويې ويل چې انسان تښتوونکو د زوی د خلاصون په بدل کې ترې ډېرې پیسې غوښتې وې.

خو دى وايي چې د امنيتي ځواکونو د هڅو په پايله کې يې نن زوى پرته له پیسو ورکولو خلاص شو.

ورته موضوع