Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کابل کې د چین سفارت افغاني سرې میاشتې ټولنې ته په هېواد کې د وروستیو سېلابځپلو لاسنیوي په موخه سل زره امریکایي ډالر نغدي مرسته وسپارله.
نړۍوال بانک ویلي چې د معیشتي پروژو د پلي کولو لپاره له افغانستان سره د ۸۴ میلیون ډالرو مرسته کوي.
اروپايي ټولنې له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه د کډوالۍ له نړۍوال سازمان سره د ۱۷ میلیونه یورو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن ۱۶۰ تڼه خوراکي توکي د بلخ ولایت حیرتان سوداګریز بندر کې افغان پلاوي ته وسپارل.
د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې له پاکستانه راستنو شوو څه باندې ۱۶۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
شمال کې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوولین وایي، دغه سازمان به روان میلادي کال کې د هېواد په شمال زون کې له دوه میلیون او په ټول هېواد کې له اوو میلیون کسانو سره مرسته وکړي.
د افغانستان له روغتونونو د سره صلیب کمیټې د مرستو له بندېدو وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې یې له ۲۵ روغتونونو سره د ۴،۴ میلیون ډالرو په ارزښت د روغتیایي کېټونو او درملو مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې جاپان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې د کندهار میرویس روغتون سره یې د ۸۵ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت له افغانستان سره د ۱۵ میلیون یورو مرسته کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې روسیه په افغانستان کې د بشري مرستو په موخه د یو میلیون امریکایي ډالرو مرسته کوي.
د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په دوربابا او هسکه مېنه ولسوالیو کې یې له ۲۴۰۹ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن