Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغريکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې اسپانیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون یورو مرسته کړې ده.
سرپل کې مسوولین وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې د دغه ولایت خلکو د ښوونځیو او مدرسو جوړېدو برخه کې له معارف سره څه باندې ۱۱ جریب ځمکه او ۱۹ میلیون افغانۍ مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې لوکزامبورګ هېواد ۱.۵۶ میلیون امریکایي ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونیسف) ورسره د درېیو میاشتو لپاره د اته کانټينره درملو مرسته وکړه.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې جنوبي کوریا په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د رسېدنې لپاره له دغه پروګرام سره پنځه میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې یوه امریکايي خیریه بنسټ د دغه ولایت له سيمهيیز روغتون سره د مور او ماشوم د مړینې مخنيوي په موخه د روغتيايي تجهیزاتو مرسته وکړه.
د ترکیې د ترانسپورټ وزارت ویلي، د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوویشتمه جوپه چې تر اووه سوه ټنه ډېر خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي، افغانستان ته واستول شوه.
په کابل کې د جاپان سفارت وایي، هېواد یې پرېکړه کړې چې له افغانستان سره ۲۷.۵ میلیون امریکایي ډالر بشردوستانه مرسته کوِي.
اروپایي ټولنې له افغانستان سره د هر اړخیزې او پایدارې اقتصادي ودې د ترویج او پر بشري مرستو د اتکا کمېدو لپاره د ۱۹،۸ میلیون یورو مرستې خبر ورکړی دی.
د سویډن د همکاریو نړۍوال پراختیايي اژانس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي وجهي (اماني) صندوق سره نهه میلیون امریکايي ډالر چې ۱۰۰ میلیونه کرون کېږي، مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې بلغارستان له افغانستان سره ۳۰ زره یورو چې معادل یې څه باندې ۳۱ زره ډالر کېږي، مرسته کړې ده.
د اروپايي ټولنې شورا اعلان کړی چې د دې ټولنې غړي هېوادونه له اوکراین سره ۴،۱ میلیارد یورو مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP