Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې بلغارستان له افغانستان سره ۳۰ زره یورو چې معادل یې څه باندې ۳۱ زره ډالر کېږي، مرسته کړې ده.
د اروپايي ټولنې شورا اعلان کړی چې د دې ټولنې غړي هېوادونه له اوکراین سره ۴،۱ میلیارد یورو مرسته کوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونه له اوکراین سره د مهماتو او بېپېلوټه الوتکو پېرلو لپاره د ۹۸۸ میلیون ډالرو مرسته کوي.
د پکتيا عامې روغتيا رياست وايي چې د حوزوي روغتون په ګډون له څلورو روغتیایي مرکزونو سره د ۷۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له افغانانو سره د مرستې لپاره پنځه میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې ده.
د روسیې د بېړني حالت وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپارښتنه یې افغانستان ته د بشري مرستو پنځمه جوپه لېږلې ده.
په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق له لوري د مور او ماشوم د ژوند ژغورلو په موخه له یو شمېر روغتیايي مرکزونو سره د مجهزو او اړینو طبي وسایلو مرسته وشوه.
په هرات کې د ترکیې د انسجام او همکارۍ دفتر (ټیکا) د هرات حوزوي روغتون له بېړنۍ برخې سره د څو طبي دستګاوو مرسته وکړه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې کویټ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د قطر هېواد د طبي مرستو یو بسته کابل ته راورسېده.
د المان د سولې کلي خیریه بنسټ یوه مسوول له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ماشومان د سختې سوځېدنې او د هډوکو عفونت درملنې لپاره ۴۰ زره یورو نغده مرسته وکړه او د خپلو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.
په ننګرهار ولایت کې له څه باندې ۴۰۰ کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم او په غزني کې له دوه زره یتیمانو او بېوزولو زدهکوونکو سره د ژمنيو توکو مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP