Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د یوناما له مرستیاله غوښتي د بشري مرستو په وېش کې دې شفافیت رامنځته کړي او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي، څو خلکو ته کار پیدا او د ژوند په مهمو برخو کې ورته اسانتیاوې رامنځته شي.
ملګري ملتونه وايي چې د امریکا متحده ایالتونه د راتلونکي زېږدیز کال د جنوري په ۲۲مه د روغتیا له نړۍوال سازمانه وځي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ملګرو ملتونو غوښتي څو هڅه وکړي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو ویاند وایي چې د دغه سازمان د امنیت شورا په سپارښتنه به له اسلامي امارت سره کار او تعامل ته دوام ورکړي.
د افغانستان بانک سرپرست د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروگرام له مشر سره په لیدنه کې د کوچنیو پورونو د ورکړې او بېکارۍ کچې راکمولو برخو کې د دغه پروګرام د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له مسوول سره په لیدنه کې ویلي چې نشهیي توکي یوازې د افغانستان ستونزه نه، بلکې نړۍوال بشري ناورین دی.
ملګري ملتونه وایي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه ۳،۰۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې د دغو پیسو یوازې شپږ سلنه ترلاسه کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال وایي، غواړي د بشري مرستو څخه د پراختیایې پروژو د تطبیق په لور ګام واخلي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اتفاق افغانستان کې د دغه سازمان مرستندوی دفتر (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
بهرنیو چارو وزارت وايي چې ملګري ملتونه دې د افغانستان په اړه په خپلو راپورونو او چلند کې د سطحیت او پلویتوب پر ځای د دقت او بېبرېتوب لاره خپله کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په تړاو پخپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په نا امنیو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی، خو دداعش بریدونه بیا کم شوي دي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخوانی اجرائیوي ریيس وايي، په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړۍوال کنفرانس جوړوي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو برخه کې د نړۍوالو مالي ملاتړ راجلبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP