Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۲۰۵ زره ټنه اټکل شوي چې د هغو نیمایي پر ممیزو بدلېږي، بلخوا سوداګر بیا له حکومت او سوداګرۍ خونې غوښتنه کوي چې دغو ممیزو ته نړۍوال بازار پیدا کړي.
د کابل په استالف ولسوالۍ کې د اته میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د ممیزو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه چې په کلني ډول د لس زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.
د غزني ولایت په مرکز کې د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د ممیزو د خرڅلاو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د فاریاب یو شمېر بڼوال او ملي سوداګر وایي چې سږ کال دغه ولایت کې د ممیزو د تولید کچه دوه برابره لوړه شوې، خو د دغه محصول بیه ډېره ټيټه شوې ده.
د پروان د ممیزو پروسس شرکت د ښځینه کارکوونکو ۷۸ سلنه ډېروالي او روسیې ته د صادراتو دوه چنده کېدو په اړه خبر ورکوي او د دغه شرکت کارکوونکې خوشحاله دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې بڼوال د تېر کال په پرتله د ممیزو په تولید او بیه کې د پام وړ کمښت له امله اندېښنه څرګندوي، خو سیمهییز سوداګر وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت ټیټېدل د قیصار ممیزو د بیه ټیټېدو لامل هم شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP