د میدانوردګو حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې وحشي لېوانو د یوه کس ۱۴ پسونه وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې یوه قرغیزستاني شرکت په هېواد کې د زرمینځنې او میدانوردګو کې د جستو پروسس یوې فابریکې جوړولو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ کې د باران او سېلابونو راتلو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي او ځینې لارې هم تخریب شوې دي.
په لوګر او میدانوردګو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
په میدانوردګو او غزني ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت اړوند په سیداباد ولسوالۍ کې دوو ترافيکي پېښو کې شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې له پخوا پاتې یوې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درېیو غړو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
ستره محکمه وایي، په بامیان او میدانوردګو ولایتونو کې څلورو کسانو ته چې پر بېلابېلو جرمونو تورن وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP