د میدانوردګو د چک ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وایي، د چک بند په اوبو د خلکو ستونزې هوارېږي خو اړتیا ده چې د بند ځینې برخې پاکې شي. بلخوا مسوولین راتلونکو څو میاشتو کې د دغه بند له برېښنا د ګټې اخیستنې خبره کوي.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د روان لمریز کال په اوږدو کې په میدانوردګو ولایت کې د نږدې ۶۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو مهارولو ۱۵ پروژې پلې شوې دي.
مسوولین وايي، د میدانوردګو ولایت په جلریز او د بامیان په یکولنګ نمبر۱ ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او نهه نور ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو لایت په مرکز کې د شپږو ولایتونو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د میدان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د میدانوردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې لېوانو د یوه کس ۱۹ پسونه وژلي او ګڼ شمېر نور یې داړلي دي.
ستره محکمه وایي، په میدانوردګو ولایت کې یوه کس ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ميدانوردګو ولايت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې د میدانوردګو لوړو زدهکړو موسسه کې د ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې شوې.
میدانوردګو کې ځايي سرچینې وایي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې په درېیو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو په نرخ ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه او بلخوا د بغلان په مرکز پلخمري کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
میدانورګو ولایت کې د څه باندې درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۵ بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP