«نړۍوال دې ناسم قضاوت نه کوي، د اسلامي امارت رښتینی انځور دې خلکو ته وښيي»
د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست وایي، اسلامي امارت له نړۍ نور څه نه، یوازې دومره غواړي چې د دغه نظام په اړه دې ناسم قضاوت نه کوي او د هغه رښتينی انځور دې خلکو ته وړاندې کړي.


