د لغمان امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې يوه ١٤ کلنه نجلۍ له تښتوونکو ژغورل شوې او په تړاو يې دوه کسان هم نيول شوي دي.
په جوزجان کې یوه امنیتي سرچینه وايي، د هغې ۱۳ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی چې دوه ورځې مخکې په شبرغان ښار کې ورکه شوې وه.
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د یوه خصوصي روغتون مسوولين وايي، دغه ولسوالۍ کې د عادلې په نوم یوه شپاړلس کلنه نجلۍ له لومړنیو معایناتو وروسته هلک ثابت شو.
د کندوز امنیه قومانداني وايي، یوې ۲۴ کلنې نجلۍ د دغه ولایت د درېیمې حوزې اړونده سیمه کې ځانوژنه کړې ده.
د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، په کندوز ولایت کې یې د یوې دولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح چې پنځوس کلن سړی ته ودېده، مخه نیولې ده.
۱۸ کلنه زینب چې د ورځې په کور کې د خپل ښوونځي درسونه وايي او د شپې پر غالۍ اوبدلو بوخته وي، هیله لري چې د ښوونځي دروازه یې یو ځل بیا پرمخ پرانیستل شي.
د فاریاب پولیس وايي، یوه شپږ کلنه نجلۍ پر ټوپک د لوبو پر مهال د ناڅاپي ډز له امله وژل شوې ده.
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ له خپلې کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.
د کابل امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو د شمالي کوتل دروازه کې یوه ماشومه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.
په تخار ولایت کې امنیتي سرچینې وایي، یوې ۱۷ کلنې نجلۍ چې غوښتل یې له وسلې سره انځور واخلي، ځان وژلې ده.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، یوې نجلۍ د خپلې خوښې هلک ته د نه کوژده کېدو له امله د تریاکو په خوړلو ځانوژنه کړې؛ خو امنیتي چارواکي وايي، نجلۍ د میرګي ناروغي لرله او ځان یې وژلې ده.
په هرات کې امنیتي سرچینو د هرات ښار د دوولسمې ناحیې اړوند په یوه سیمه کې، د یوې نجلۍ د مړي د موندلو خبر ورکړی دی.