د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وایي، پاکستان کې د نجونو پر زدهکړو د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې موخه له افغان ښځو سره خواخوږي نه، بلکې له ا.ا سره د روانې تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې اونۍ په اسلاماباد کې د “په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدهکړې، چلېنجونه او فرصتونه” تر سرلیک لاندې غونډه جوړوي.
یو شمېر خلک وایي، د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو له خوا د «زمري ۲۴مې» نمانځنې هغه اوازه نوره هم ګرمه کړه چې ا.ا به نن د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي خو د هغوی دا هیله پوره نه شوه.
دوولسو هېوادونو او اروپایي ټولنې په ګډه اعلامیه کې او دغه راز ترکیې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو زدهکړو ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلي.