Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غور امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د نشهيي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د ۱۴ زره «کا» ټابلېټونو، ۲۸ کیلوګرامه تریاکو او ۲۲۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق او پلور په تور لس کسان نیولي دي.
لوګر ولایت امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت کشفي او امنیتي ځواکونو په مرکز پلعلم کې دوه کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي، د دغه وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت منسوبینو د کابل ښار په اولسمه حوزه کې د نشهیي توکو د تولید یوه فابریکه کشف کړې چې یوه اندازه نشهيي توکي هم ورڅخه ترلاسه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال په افغانستان کې د ترکیې سفارت له سلاکار سره د نشهیي توکو پر وړاندې پر ګډې مبارزې او بزګرانو ته د بدیل کښت پر برابرولو خبرې وکړې.
د هند پولیسو اعلان کړی چې د ۵۶۰ ګرام کوکایین او هیرویینو د قاچاق په تور یې دوه افغانان نیولي دي.
غور کې امنیتي سرچینې د نشهیي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تړاو د څلورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي او وايي چې له دغو کسانو څخه څه باندې ۱۸۰ کیلوګرامه نشهیي توکي ترلاسه شوي دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې یې د نشهیې توکو د تولید دوه کارخونې له منځه وړې دي.
د غور امنیه قومانداني خبر ورکوي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشهیي توکو د تولید ۲۰ کارخونې یې لهمنځه وړې دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، په کابل ښار کې یې څلور کسان د موټرسایکلونو د غلا او دوه نور د ۱۲۵ کیلوګرام چرسو د قاچاق په تور نیولي دي.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې دوه کسان له سلګونه کیلوګرامه بېلابېلو نشهیې توکو سره نیول شوي دي.
د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي، دې ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو دوه کارخونې کشف او سوځولې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP