Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د نیمروز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس په دغه ولایت کې د مخابراتي خدماتو د کیفیت ښه کېدو خبره کوي او وایي، د نوري فایبر د لېږد پروژه اویا سلنه بشپړه شوې او دغه راز د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي.
ځایي سرچینې جوزجان ولایت ته د نوري فایبر غځولو پروژې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په دې پروژه کې چې د درېیو کلونو موده کې به بشپړه شي، د څلور سوه کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي، د نوري فایبر له ملي شبکې سره د دغه ولایت نښلولو پروژې چارې د څلوېښت ميلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د فراه حکومتي مسوولین وايي چې د ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت دغه ولایت د نوري فایبر له شبکې سره ونښلول شو.
کابل کې د چین سفیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي، لېواله دي چې د واخان له لارې افغانستان ته د نوري فایبر کیبل وغځوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولین وایي چې د روان میلادي کال په اوږدو کې به د نوري فایبر د کیبل غځولو پروژه له سره بېرته پيل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP