پاراخ (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وایي چې دغه ولایت به ډېر ژر د نوري فایبر له ملي شبکې سره وصل شي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس ویلي، د دې ملي پروژې چارې به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي.
د هغه په خبره، په لومړي سر کې دا پروژه ناشونې بلل شوې، خو د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست په هڅو او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر مولوي نجیبالله حقاني په ملاتړ اوس د عملي کولو په درشل کې ده.
د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دا پروژه له ګلبهاره د پنجشېر تر بازارکه ۳۶ کیلومتره اوږدوالی لري او د دغه ولایت شتل عنابه او رخه ولسوالۍ به د نوري فایبر له خدماتو مستفیده شي.
سرچینې ویلي چې پر دې پروژه شاوخوا سل میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په پیل کېدو سره به د سیمې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د سرچینې په حواله، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د انټرنېټ او تیلیفوني مکالمو په بیو کې د پام وړ کموالی راشي.
سرچینه زیاتوي چې دا پروژه د افغان بیسیم، افغان ټیلیکام او ایسيجي مخابراتي شرکتونو له خوا تطبیقیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP