یو شمېر خلک او موټرچلوونکي د غزني په ګیرو کې د یوه نړېدلي پله بېرته جوړېدو غوښتنه کوي
د غزني د ګيرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېر او سږ کال سېلابونو د دې ولسوالۍ مربوطاتو کې د غزني مرکز ته د غځېدلې لارې یو پل ویجاړ کړی چې له امله یې خلک او موټرچلوونکي له ستونزو سره مخ دي.


