Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د «ماشیناب» پول چې د چهارچینو او ګېزاب ولسوالیو ترڅنګ د دایکندي ولایت خلک هم تګ راتګ پرې کوي، سخت زیانمن شوی او که ونه رغول شي، وبه نړېږي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو له امله یوه کان کېندونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، مالي هېواد کې د ځمکې له ښویېدو وروسته په کینیبا سیمه کې د سرو زرو یو کان نړېدلی چې له امله یې ۴۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
نن سهار د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې له یوه پله د موټر لوېدو پېښه کې اته کسان مړه شوي او یو نادرکه دی.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ارغنچواه ولسوالۍ کې د سروزرو یوه کان نړېدو له امله دوو کارګرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هند د ګجرات ایالت په سورات ښار کې د یوې شپږ پوړيزې ودانې نړېدو له امله اووه کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکې يوې ذخیرې دېوال چپه کېدو له امله يو درې کلن ماشوم مړ شوی او مور يې ټپي شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP