ژبه

د پاکستان په کراچۍ کې د یوې ودانۍ نړېدو پېښه کې اته کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې پنځه پوړیزې استوګنیزې ودانۍ نړېدو له امله اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون د کراچۍ ښار د لیاري په نوم د بې‌وزلو په یوه سیمه کې شوې ده.

راپور کې راغلي چې په یاده پېښه کې اته کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې لیکلي، په یاده ودانۍ کې تر سلو کسانو ژوند کاوه او د پاتې کسانو موندلو لپاره هڅې روانې دي.

الجزیرې لیکلي، د کراچۍ ښار چې څه باندې ۲۰ میلیون نفوس لري، په ځانګړې توګه د غیرمعیاري جوړښتونو، غیرقانوني پراختیا، خرابو زېربناوو، ډېر بېروبار او د ودانیو قوانینو د طبیق ضعف له امله یوه زیانمنونکې سیمه ګڼل کېږي.

ورته موضوع